قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ أَوِ ٱدْعُوا۟ ٱلرَّحْمَٰنَ أَيًّا مَّا تَدْعُوا۟ فَلَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَٱبْتَغِ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه.